د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان پر موضوع بحث کوي

په پام کې ده د ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا د افغانستان پر موضوع بحث وکړي.

د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما په يوه اعلاميه کې ويلي چې په نيويارک کې د دې غونډې پر مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوتیريش پر تازه راپور چې د افغانستان په باب دى، بحث کېږي.

د يوناما په حواله، د دې غونډې په يوه برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى تاداميچي ياماموتو هم خپل راپور وړاندې کوي.

د يوناما په اعلاميه کې ويل شوي چې د امنيت شورا دغه غونډه سبا دوشنبه د نيويارک پر وخت د ماسپښين پر درېيو بجو چې د افغانستان پر وخت د شپې يوولس نيمې بجې کېږي، پيلېږي.