- هیومن رایټس واچ
هیومن رایټس واچ یا د بشري حقونو د څار نړېوال سازمان په خپله ویبپاڼه د افغانستان په اړه د دې سازمان د څیړونکې پاتریشا ګوسمن یو مطلب خپور کړی دی.
د دې مطلب عنوان دی، «ملکي وګړي د افغانستان د جګړې اصلي بایلونکي دي.» په مطلب کې راځي پوښتنه دا نهده چې د افغانستان جګړه څوک ګټي؟ بلکې سوال باید دا وي چې د دې جګړې بایلونکی څوک دی؟
په مطلب کې راځي، عام افغانان، د ښوونځیو زدهکونکي او عبادت کوونکي د افغانستان د جګړې اصلي بایلونکي او قربانیان دي.
د بشري حقونو د څار د سازمان څیړونکې پاتریشا ګوسمن د ملګرو ملتونو په حواله لیکي چې د روان ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو ۶ میاشتو کې ۱۶۹۲ملکیان په افغانستان کې وژل شوي او ۳۴۰۰ نور ژوبل دي.
د هیومن رایټس واچ د څېړونکې په مطلب کې وړاندې راغلي چې د دولت د وسلهوالو مخالفینو ځانوژونکي بریدونه او بمي چاودنې د ملکي افغانانو د مرګژوبلې یو اصلي او ستر لامل دی.
پاتریشا ګوسمن په خپل مطلب کې د امریکايي او افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ملکیان د مرګژوبلې خبره هم کړې دهاو لیکي:
د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیل راهیسې تراوسه ۳۵۰ ملکیان د دې ځواکونو په عملیاتو کې مړه او ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو د څار د سازمان څېړونکې د خپل مطلب په پای کې ویلي چې افغان حکومت د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي او تاوتریخوالي په مخنیوي کې پاتې راغلی دی او هغه پرمختګونه چې د نجونو د پوهنې او رسنیو په برخو کې شوي، هغه هم د لهمنځه تلو په حال کې دي.
- واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه افغان لیکوال جاوید احمد لیکنه خپره کړې ده چې عنوان يې دی:
«زه لاهم په افغانستان کې د امریکا له حضور ملاتړ کووم، خو اوس وخت را رسېدلی چې په خپل هېواد کې د سوې لپاره کار وکړم.»
جاوید احمد واشنګټن پوسټ ته لیکلي دي:
په افغانستان کې د امریکا له حضوره ۱۷کاله تېرېږي او پهدې موده کې ډېر شیان بدل شوي او یايې تغییر نهدی کړی.
لیکوال وايي، افغانستان نن یو منتخب ولسمشر، پارلمان، قوي اردو، ښوونځي، پوهنتونونه عدلي او قضایي نظامونه، سړکونه، هوايي ډګرونه، غوړېدلې رسنۍ او د انټرنیټ او موبایل خدمتونه لري.
په مطلب کې وړاندې راځي:
میلیونونه هلکان او نجونې په منظم ډول ښوونځیو او پوهنتونو ته ځي، ښځې له روغتیايي خدمتونو برخمنې دي او د مور او ماشوم د مړینې شمېر کم شوی دی.
لیکوال وايي، دا هغه مثبت شیان دي چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته رامنځته شوي دي.
خو د مقالې لیکوال وايي، هغه څه چې نهدي بدل شوي جګړه او تاوتریخوالی دی چې لاهم دوام لري او د ملکي افغانانو ژوند اخلي.
جاوید احمد واشنګټن پوسټ ته ویلي دي چې که څه هم هغه ګواښونه چې د ۲۰۰۱ میلادي کال دمخه افغانستان ورسره مخ وو، زیات شوي دي خو بیا هم افغانان په خپل هېواد کې د امریکا له حضور ملاتړ کوي.
لیکوال ویلي امریکا باید پرینهږدي چې په افغانستان کې د ۱۷ کلونو لاسته راوړنې لهمنځه لاړې شي او باید د جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره هڅې زیاتې کړي.