ایران وايي فرانسې د دوی پر سفارت برید ته ځواب نه‎دی ویلی

بهرام قاسمي

ایران د فرانسې پولیس تورن کړي چې د دغه هېواد په پلازمېنه کې د ایران پر سفارت برید ته یې ژر ځواب نه‎دی ویلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د سېپټمبر پر ۱۵مه تأیید کړه چې تر دې یوه ورځ دمخه دا برید شوی او یو شمېر کسان په‎دې تړاو نیول شوي دي.

بهرام قاسمي ایرنا خبري اژانس ته ویلي:

"د فرانسې حکومت باید په هغه هېواد کې د ایراني ډیپلوماټانو د خوندیتوب لپاره ټول اړین اقدامات کړي وایي، خو له بده‎مرغه، سره له‎دې چې برید کوونکي د یوه تروریستي سازمان غړي وو، د فرانسې پولیس پر وخت د پېښې سیمې ته ونه رسېدل."

نوموړي ویلي، شاوخوا ۱۵ کُردي فعالانو په پاریس کې د ایران سفارت مخې ته د ایران بیرغونه سوځولي او د سفارت ښیښې یې په ډبرو ماتې کړي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د فرانسې پولیسو په‎دې سفارت کې پېښه منلې ده، خو د خپل ځواب د چټکوالي په اړه‎یې له څه ویلو ډډه کړې ده.

ایران فرانسه تورنوي چې د ایران د هغو مخالفو ډلو پلوي کوي چې په‎دغه هېواد کې د اسلامي جمهوریت د ړنګولو په لټه کړي.