د جرمني صدراعظمه وايي، له روسيې د اروپايي ټولنې د بندیزونو لېرې کول، د اوکراین په ختیځ کې د اوربند په ټینګښت پورې اړه لري.
د جرمني صدراعظمه وايي، د اوکراین امنیت او د ځمکنۍ بشپړتیا د اروپايي ټولنې هدف دی او تر څو پورې چې د اوکراین په ختیځ کې دوامداره اوربند ټینګ شوی نه وي، پر روسيې به د اروپايي ټولنې بندیزونه پرځای پاتې وي.
انګیلا مېرکل دا څرګندونې د جمعې په ورځ له لتوانیا څخه د کتنې پر مهال خبریالانو ته وکړې.
اروپايي ټولنې د روسيې له خوا په ۲۰۱۴ میلادي کال له خپلې خاورې سره د کریمیا ټاپوزمې تر یوځای کولو وروسته، پر مسکو بندیزونه ولګول.
متحده ایالاتو له خپل لوري په اوکراین کې د روسيې د رول په خاطر په دې هېواد اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
که څه هم امریکا او لوېدیځو هېوادونو په اوکراین کې د روسيې د لاسوهنې او له بېلتون پالو د مسکو د ملاتړ په اړه اسناد او شواهد وړاندې کړي، خو روسیه بیا د اوکراین د ختیځ په روانه جګړه کې لاس لرل ردوي.
د اوکراین په ختیځ کې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې د حکومتي ځواکونو او روسي پلوه بېلتون پالو ترمنځ جګړو کې لس زره او درې سوه کسان وژل شوي دي.
د اوکراین د ختیځ بېلتون پالو په دې وروستیو کې د دې سیمې په دونېڅک او لوهانسک ښارونو کې د انتخاباتو د ترسره کولو اعلان کړی دی چې اوکراین او اروپايي ټولنې ورسره مخالفت ښودلی دی.
اروپايی ټولنې له روسيې غوښتي دي چې پر بېلتون پالو له خپل نفوذه په استفادې د اوکراین په ختیځ کې د اعلان شویو انتخاباتو مخه ونیسي.
د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل په لتوانیا کې د دې هېواد له چارواکو سره د خبرو سربېره، دغلته له مېشتو جرمني سرتېرو سره هم ولیدل او په لتوانیا کې يې د هغوی موجودیت خپل هېواد ته ویاړ وباله.
جرمني په لتوانیا کې ۴۵۰ سرتېري لري او روسيې په وار وار شکایت کړی دی چې پولو ته نېږدې يې د ناټو موجودیت پاروونکی دی.