چارواکي: په پروان کې چاودنې د ملي امنیت څلور کارکوونکي وژلي

چارواکي وايي، په پروان ولایت کې په سړک کې د ايښودل شوي یوه ماین چاودنې د ملي امنیت د ادارې څلور کارکوونکي وژلي دي.

په پروان ولایت کې د امنیتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز قوماندان الوزي احمدي ازادي راډیو ته وویل، پېښه د شنبې د ورځې په سهار هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي امنیت ځواکونه د پروان په مرکز کې د یوه ماین په شنډولو پسې روان وو چې په لاره کې پرې په سړک کې ايښودل شوی بل ماین وچاودېد.

ښاغلي احمدي وویل، په دې چاودنه کې د ملي امنیت پر څلورو سرتېرو سربېره، یو ملکي کس هم وژل شوی دی.

تر اوسه چا د دې پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو ډېر کله وسله وال طالبان پر افغان امنیتي ځواکونو د دا ډول بریدونو پړه پر غاړه اخلي.