افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن شنبه په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي.

قریشي نن سهار د یوه هیئت په مشرۍ کابل ته را رسېدلی دی.

دا د عمران خان په مشرۍ په پاکستان کې د نوي حکومت د رامنځته کېدو راهيسې د قریشي لومړنی بهرنی رسمي سفر دی.

د ولسمشر اشرف غني د ویندوی مرستیال شاه حسین مرتضوي د دې لیدنې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان تر منځ د عمل د پلان په عملي کېدو ټینګار وکړ.

مرتضوي وویل:

"په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل د پلان پر عملي کېدو ټینګار وکړ."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل په نوم پلان، د کابل او اسلام اباد ترمنځ په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د افغانستان د سولې په هڅو کې په مشخصو همکاریو راڅرخي چې د چارواکو په وینا، د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ په بېلابېلو پخوانیو غونډو کې نهايي شوی دی.

ښاغلي مرتضوي وویل چې تر ډیر خبرې اترې په همدې پلان راڅرخیدې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت له اجرایه ریس عبدالله عبدالله او نورو چارواکو سره ګوري.