ولسمشر غني: د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي نتیجه ورکوي

په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ پر اغېزمنتوب خورا زیات انتقادونه کېږي ولسمشر اشرف غني وايي چې دا ستراتیژي بریالۍ ده او نتیجه ورکوي.

ښاغلي غني له وایس نیوز آنلاین خپرونې سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ په نوې ستراتیژۍ کې پر پوځي لارو سربېره د سولې پر هڅو هم ټینګار شوی دی.

ولسمشر وايي، د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د سولې حقیقي امکان ترلاسه شوی او زیاتوي چې د امریکا د نوې ستراتیژۍ یو هدف د افغانستان ثبات دی:

"د جنوبي آسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ هدف د جګړې دوام نه دی بلکې یو باثباته افغانستان په یوه باامنه جنوبي آسیا کې غواړي، موږ باید پر خپل ځان د اتکا لور ته پرمخ ولاړ شو."

افغان ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې وسله والو طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی او په ګنو راپورونو کې ویل شوي دي چې د طالبانو د واکمنۍ ساحه پراخه شوې ده.

د وایس نیوز خبریال له ولسمشر غني څخه پر غزني د وسله والو طالبانو د پراخې حملې په اړه چې دا ښار یې د سقوط برید ته ډېر زیات نژدې کړ پوښتنه کوي.

ولسمشر په ځواب کې ورته وايي چې د کشفي معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته دولتي ځواکونو د دې ښار د بیرته نیولو په برخه کې سمدستي اقدام وکړ.

ولسمشر غني دې پوښتنې ته چې- وسله وال طالبان به د سولې له خبرو څه ترلاسه کړي وايي وسله وال طالبان یوازې له جګړې د لاس اخیستو په صورت کې له خلکو خپل مشروعیت ترلاسه کولای شي.

ښاغلی غني وايي چې نه یوازې د افغان سرتېرو بلکې د طالبانو مرګ ژوبله هم پر ده ناوړه اغیز کوي:

"زه چې خپل ورځنی راپور اخلم نو د تلفاتو شمیر غواړم، زما زړه نه یوازې خپلو سرتېرو او اتلانو بلکې طالبانو ته هم خوږېږي، ځکه دوی هم افغانان دي او زه د ټول افغانستان ولسمشر یم."

وسله والو طالبانو په وار وار ویلي دي چې له افغان حکومت سره به یوازې هغه مهال خبرې وکړي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځي ځواکونو د وتلو مهالوېش مشخص شي خو ولسمشر غني هیله لري چې دا ځل به مسئله بل ډول وي.

ښاغلي غني د تېر کمکي اختر په ورځو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د درې ورځني اوربند د مثبتې فضا یادونه وکړه او ویې ویل چې دا د سولې د بهیر د پرمختګ یو څرګند ثبوت دی.

په همدې حال کې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي چې که څه هم د افغانستان ځینو متحدانو له وسله والو طالبانو سره د تماس ټینګولو هڅه کړې خو هغوی تراوسه د سولې خبرو ته لېوالتیا نه ده ښودلې.

عبدالله هند ته د سفر پرمهال له انډیا ټوډې ورځپاڼې سره په مرکه کې همداراز ویلي چې د سولې په خبرو کې باید پر ځانګړو طالبانو حساب وشي.

ښاغلی عبدالله وايي، په دې برخه کې د ګاونډیو هېوادونو مرسته او همکاري ډېر اهمیت لري.