په غزه تراړه کې درې فلسطنیان وژل شوي دي

په غزه تراړه کې پرون د اسرایلي ځواکونو او فلسطنیانو ترمنځ په تازه نښتو کې د یوه دولس هلک په ګډون درې فلسطنیان وژل شوي دي.

فلسطینیان له څو اونیو راهیسې هره جمعه د غزې تراړې په څنډو کې د اسرایل پر ضد ډله ائیزې مظاهرې کوي.

د اسرایل پوځ بیا وايي چې شاوخوا ۱۳ زره فلسطینیانو پرون د غزې تراړې په مختلفو برخو کې په بلواو کې ګډون کړی و.

د تیرې مارچ میاشت له دیرشمې نیټې راپدیخوا د اسرایلي ځواکونو او فلسطیني اعتراض کونکو ترمنځ شخړو او تاوتریخوالي کې تر اوسه پورې ۱۷۹ فلسطینیان وژل شوي دي.

اسرایلي ځواکونو له ۲۰۰۸ کال غزه چې د حماس ډلې تر واک لاندې ده کلابندې کړې ده.

د بشري حقونو سازمانونه وايي اسرایل په دې کار سره د غزې تراړې دوه میلونه وګړو ته ډله ائیزه سزا ورکوي.