د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن کابل ته راځي

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره نن له کابل څخه کتنه وکړي.​

ټاکل شوې ده چې افغان مشران او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او لانجمنو مسئلو په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي له پاکستان څخه د عملي اقداماتو غوښتونکی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي دي چې ښاغلی قریشي به له افغان چارواکو سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د عمل د ګډ پلان او د افغانستان د امنیت او سولې پر موضوعاتو وغږیږي.