د منافورت اعتراف د ولسمشر ټرمپ لپاره یوه بله قانوني ستونزه پیدا کړې ده

د متحده ایالاتو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پخواني مشر پاول منافورټ د امریکا پر ضد په دسیسه کې په لاس لرلو او په قضايی چارو کې په لاسوهنه اعتراف کړی دی.

.​د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پخواني مشر او د سیاسي صحنې لابي کونکی پاول منافورټ پرون له څارنوالانو سره د یوې معاملې له مخې موافقه وکړه چې پر ځان به له لګیدلو تورونو څخه په دوه موارد کې په لاس لرولو اعتراف وکړي.

څارنوال اندریو ویسمن د واشنګټن یوې محکمې ته وویل منافورت په دوه مواردو کې د خپل جرم په منلو اعتراف کړی دی او دا اعتراف د همکارۍ د یوې معاملې پر اساس شوی دی.

پاول منافورت موافقه کړې ده چې دی به د ولسمشرۍ په ورستیو انتخاباتو کې د امریکا پر ضد د دسیسې د جوړولو او محکمه کې د شاهدانو د مخنیوي په مسئله کې پر ځان لګیدلي تورونه مني.

پاول منافورت موافقه کړې ده چې دی به د ولسمشرۍ په ورستیو انتخاباتو کې د امریکا پر ضد د دسیسې د جوړولو او محکمه کې د شاهدانو د مخنیوي په مسئله کې پر ځان لګیدلي تورونه مني

دا تورونه د ځانګړي څارنوال روبرټ مولر د هغو تحقیقاتو برخه ده چې د متحده ایالاتو په ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسيي د لاسوهنې په اړه يې پیل کړي دي.

خو د څارنوال او محکمې لخوا په دې جزئیات نه دي ورکړل شوي چې د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پخواني مشر کوم ډول همکاري منلې ده.

څارنوال اندریو: منافورت په دوه مواردو کې د خپل جرم په منلو اعتراف کړی دی

بل لورته د منافورت مدافع وکیل کیون ډاونینګ خبریالانو ته وویل:

" دا د ښاغلي منافورت لپاره یوه سخته ورځ ده خو هغه مسولیت ومانه.او هغه وغوښتل یقیني کړي چې کورنۍ يې توانیدلی شي چې خوندي او ښه ژوند ولري.ټول باید دا په یاد ولري ."

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساراسندرز

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساراسندرز ویلي دي چې د منافورت لخوا پر ځان د لګیدلو تورونو منل له ولسمشر ټرمپ او د هغه د ۲۰۱۶ م کال له بریالي انتخاباتي کمپاین سره هیڅ ډول تړاو نه لري.

پاول منافورت په ولسمشر ډانلډ ټرمپ پورې مربوط پینځم کس دی چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسيی د مداخلې په اړه د ځانګړي څارنوال روبرټ مولر د تحیقاتو په لړ کې يې پر ځان لګیدلی تورونه منلي او له روانو پلټنو سره يې په همکارۍ موافقه کړې ده.