موحد: د نشه موادو د قاچاق په تور ۱۶تنه محاکمه شول

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ۱۶ کسان محاکمه کړل.

د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۶ کسان چې د نشه يي موادو د قاچاق په لسو پېښو کې نیول شوي او عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي و، تېره اوونۍ د دې مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو په علني غونډو کې له پنځو څخه تر شلو کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

دغه ډول ښاغلی موحد وايي چې په تېره اوونۍ کې ۳۴ کسان چې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي و، دې مرکز ته معرفي شول:

"د تېري اوونۍ په جریان کې د بېلابېلو ادارو له خوا عدلي او قضايي مرکز ته د ۳۴ تورنو کسانو قضيې لېږل شوي دي، په دې ۳۴ تورنو کسانو کې يې مېرمنې دي، د دوی دوسیې دا مهال تر څېړنو لاندې دي چې تر څېړنو وروسته به محکمو ته ولېږل شي. "

له نیول شویو کسانو څخه درې تنه یې هغه مهال د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر سرحدي پولیسو ونیول چې غوښتل یې نشه يي مواد هند ته قاچاق کړي.