د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان د هلمند له والي سره خبرې وکړې

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان پرون د هلمند له والي سره د دغه ولايت پر وضعيت خبرې وکړې.

جنرال سکاټ مېلر پرون له والي تورن-جنرال محمد ياسين سره په هلمند کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د وروستيو پرمختګونو مسئله هم وڅېړله.

د هلمند والي محمد ياسين تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل:

”د هلمند د وضعيت، د هلمند د هماهنګۍ دغه راز د قاطع ملاتړ د ماموريت په اړه چې دلته د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره مېشت دي خبرې وشوې. له هغوى سره د همکارۍ لپاره د دوى نظريات او پېشنهادات وڅېړل شول.“

د هلمند مطبوعاتي دفتر د اعلاميې په حواله د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ويلي چې د قاطع ملاتړ ماموريت د ټروريزم او نشه يي توکو په

وړاندې په مبارزه کې له افغان امنيتي ځواکونو سره همکارۍ ته ژمن دى.