د ډالر په لوړېدو سره د موادو د بیو لوړېدو افغانان اندېښمن کړي

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیو په لوړېدو سره، کابل ښاریان اندېښمن شوي دي.

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د بیې ټیټېدلو، د خوراکي موادو پر بیو منفي اغېز کړی دی.

ځینې کابل ښاریان وايي، د ښار په بازارونو کې د خوراکي او داسې نورموادو بیې په بې سارې توګه لوړې شوي او دوی د اړتیا وړ لومړنیو موادو د اخیستلو توان نه لري:

"عبدالقدیم یم، نن راغلم چې څه واخلم، خو د اوړو، وریجو، غوړیو او داسې نورو بیې ډېرې لوړې شوي او دکانداران وايي، د ډالرو بیه لوړه شوې ده."

خلک د موادو د بیو د کنټرول لپاره د حکومت پاملرنه غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ یو ډالر د افغانیو پروړاندې له ۷۴ نه تر۷۷ افغانیو پورې پورته شو، خو د پنجشنبې په ورځ له ۷۵ افغانیو سره تبادله شو.

د افغانۍ پروړاندې د ډالر د بیې لوړېدل کومه نوې خبره نه ده بلکې په وروستیو څو میاشتو کې د افغانیو پروړاندې د ډالر ارزښت په بې ساري توګه لوړ شوی او په ځلانګړي ډول د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته له ۵۵ افغانیو نه تر۷۷ پورې پورته شوی دی.

په ورته وخت کې ځینې دوکانداران وايي، ډېر ځله د ډالرو د بیې په لوړېدو سره، په بازارونو کې د موادو او اجناسو بیې هم لوړې شوې دي:

کابل منډوي

"موږ مکلف یو ځکه، پېرېدول په ډالرو دي او که په افغانیویې په ټیټه بیه وپلورو، تاوان کوو، موږ مجبور یو چې د ډالر د بیې په لوړېدو سره یې په لوړه بیه خرڅ کړو."

د کابل د سرای شهزاده د صرافانو د ټولنې رئيس میرافغان صافي وايي، که د افغانستان بانک د ډالرو د بیو د مخنیوي لپاره اقدام ونه کړي، د افغانیو پر وړاندې به د ډالرو بیه له دې هم لوړه شي:

"که د افغانستان بانک جدي اقدام ونه کړي، د ډالرو ارزښت به نور هم لوړشي."

ښاغلی صافی د ډالر د بیې د لوړوالي لامل د افغانستان بانک لخوا د ډالرو د لیلامولو کموالی، نورو هېوادونو ته د دغو اسعارو قاچاق او د دغه بانک د رېيس خلیل صدیق وروستۍ څرګندونې ګڼي.

د صافي په خبره ښاغلي صدیق ویلی وو چې د ډالرو د بیو په کنټرولولو کې ناتوانه دي.

د افغانستان بانک رئیس پخوا تردې په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د افغانۍ د ثابت ساتلو لپاره یې هڅې کړي خو دده په خبره د ځینو عواملو مخنیوی د دوی له توانه پورته دی.

خو د افغانستان بانک رئيس خلیل صدیق د چهارشنبې په ورځ یوې خبرې ناستې ته ویلي چې احتکار او بهرته د ډالرو قاچاق د دې لامل شوی چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت کم شي:

د افغانستان بانک رئیس خلیل صدیق

"هېڅ شک نه شته چې زموږ له هېواده ډالر قاچاقېږي خو څه چې عمده دي هغه، په مارکېټونو کې احتکاري فعالیتونه دي."

ښاغلي صدیق ژمنه کړې چې تر راتلونکو دریو ورځو پورې به ۳۲ میلیونه ډالره بازار ته وباسي.

ده ویلي چې دولت په دې برخه کې کافي زېرمې لري او کولی شي، رښتیني اړیتاوې د بهرنیو اسعارو له کارولو پرته هوارې کړي.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو پوه عبدالله واحد یار وايي، د افغانستان پولي اقتصاد مصنوعي دی او ثبات نه لري اوله همدې امله د ډالرو ارزښت د افغانیو پر وړاندې لوړیږي.

دی په مارکېټ کې د بیو د کنټرولو په برخه کې افغانستان بانک بې وسی ګڼي.

راپور: خان محمد سیند