په قلات ښار کې د نجونو د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل مرکز قلات چهل دختران سیمه کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دغه ښوونځی چې ۱۶ټولګي به ولري د جوړولو چارې نن رسماً د زابل د والي رحمت الله یارمل لخوا پرانیستل شوې.

ښاغلي یارمل د دغه ښووځي د کار د پیل په ځای کې وویل، دغه ښوونځی چې په درې میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي د ملي بودجې لخوا ورته شپاړس نیم میلیونه افغانۍ ځانګړي شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دغه ښوونځي په فعالېدو سره به په سیمه کې زرګونو نجونو ته د زده‌کړې زمینه برابره شي.

د سیمې خلکو هم د یاد ښوونځي پر جوړولو خوښي ښودلې او دا یې د خپلو اولادونو لپاره یو روښانه راتلونکی بللی.

زابل یو له هغه ولایتونو څخه د چې لاهم یې په ګڼو ولسوالیو کې د نامنیو له امله ګڼ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.