د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسي جرګې لپاره پر کاندید بېدار ځاځي وسله واله حمله شوې چې نوموړی هم په کې ټپي شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه حمله د ورځې په یوولسو بجو د پولیسو د اتمې امنیتي حوزې اړوند پر نوموړي شوې ده.
دی وايي، ښاغلی ځاځی د معاملو د لارښونو په یو دفتر کې ناست و چې وسله واله حمله پرې وشوه خو په خبره یې، ټپونه ډېر ژور نه دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په دې اړه څېړنې روانې دي او تر اوسه معلومه نه ده چې حمله د چا له خوا شوې.