ولسي جرګې ته له کابل ولایت څخه د خپلواکو کاندیدانو د همکارۍ شورا وايي، د ولسي جرګې هغه برحاله غړي چې د دې جرګې راتلونکو انتخاباتو ته کاندید دي او له دولتي امتیازونو او امکانانو نه د خپلو راتلونکو کمپاینونو په هدف کار اخلي، دا عمل د هېواد د نافذو قوانینو خلاف دی او د ولسي جرګې دغه غړي باید ژر تر ژره له موجوده دندو استعفاوې ورکړي.
د دغې شورا مسؤلینو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له دولتي امکاناتو او امتیازاتو نه شخصي ګټه اخیستل جرم دی او د انتخاباتو کمېسیون یې باید پر وړاندې جدي عمل وکړي.
د کابل ولایت د ولسي جرګې د خپلواکو کاندیدانو د همکارۍ د شورا رئيس حفیظ الله بارکزي وویل:
"په هېواد کې نافذ قوانین حکم کوي چې د ملي شورا غړي چې د دوهم ځل لپاره ځانونه کاندیدوي، باید استعفا وکړي او له موجوده امتیازونو، نقلیه وسایطو او ساتونکو نه ګټه وانه خلي، د دې لپاره شفافه انتخاباتي پروسه ولرو، دولت باید د قوانینو په پلي کولو کې مرسته وکړي، دا چې قانون شته ولې برحاله وکیلان چې بیایې هم ځانونه کاندید کړي، له امتیازونو نه چې دولت او مقننه قوې ورکړي، ناوړه استفاده کوي."
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په څو ځلې په خپلو ویناو کې پر ټاکلې نېټه، د ولسي جرګې د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار کړی دی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کابل ولایت د ولسي جرګې د خپلواکو کاندیدانو د شورا د غوښتنو په اړه وايي، انتخاباتي پروسه د قانون او د ټاکلي پروګرام سره سمه پرمخ روانه ده او د قانون له مخې اوس مخکې له وخته ده چې د ولسي جرګې برحال غړی استعغا وکړي.
د انتخاباتو کمېسیون کمېسیون کمېشنر او ویاند سیدحفیظ الله هاشمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
سید حفیظ الله هاشمي
"د قانون له مخې کوم کمپاین چې ځینو له وخت نه مخکې پیل کړی و، هغه مو بند کړ، خو د ولسي جرګې د موجوده غړیو لپاره قانون استعفا نه ده ذکر کړې، ترڅو د دغه وکیل پرځای بل وکیل یا پخپله نه وي راغلي، د قانون له مخې پر ځای پاتې دي او د خپل قانوني حق نه استفاده کولی شي."
د کابل ولایت د ولسي جرګې د خپلواکو کاندیدانو د همکارۍ شورا په داسې حال کې دا خبرې کوي چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابتو ته له څلوېښتو کمې ورځې پاتې دي.
راپور: خان محمد سیند