د هلمند ولایت په لښکرګاه کې چاودنې درې تنه ټپيان کړی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، بریدګر چې هدف یې معلوم نه و، د لښکرګاه ښار د سولې پر چوک چاودنه کړې ده چې درې کسان یې سطحي ټپیان کړي دي.
عیني شاهدان وایي، چاودنه په یوه واړه موټر کې رامنځته شوې ده چې اصلي درک یې نه دی معلوم.
تراوسه د برید هدف معلوم نه و او چا یې پړه پر غاړه نه ده اخېستې.