غني: د پلچرخي زندان د بندیانو په اړه دې دوهمه څېړنه هم وشي

افغان ولسمشر وایي، د پلچرخي د زندان د بندیانو په اړه یې د دوهمې څیړنې د ترسره کېدو امر کړی دی.

اشرف غني پرون په دې زندان کې د یوه روغتون او دوو بلاکونو د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده او په یوه جوړه شوې غونډه کې یې وویل چې د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ یوه پلاوی به په دې زندان کې په بلواوو کې د بندیانو د مړینې د ادعاوو په اړه څېړنه کوي.

په دې وروستیو کې په دې زندان کې د بندیانو د بلواو او د په سلګونو بندیانو د ډوډۍ نه خوړلو د اعتصاب په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.

له دې زندانه یو شمېر بندیانو له ازادي راډیو سره په ټیلیفوني تماسونو کې د نورو ستونزو ترڅنګ د اوسېدو د ناوړه شرایطو څخه هم سر ټکولی وو.

د پلچرخي په زندان کې د زندانیانو لپاره په نوي جوړیدونکي بلاک کې به دوه سوه شپږ پنځوس کوټې وي چې د درې زره زندانیانو د ځاییدو ظرفیت به لري.