د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا سرپلټونکي اداره سیګار وایي چې په افغانستان کې د امریکا د مرستو هغه پروژه چې یوازې د ښځو د پیاوړي کولو پر چارو متمرکزه او په نړۍ کې تر ټولو ستر پروګرام بلل کېږي، ناکام دي او د امریکایي مالیې ورکوونکو پیسې بې ځایه لګیدلي.
د دغې پروژې لپاره د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې یا «USAID»۲۸۰ میلیون ډالر ځانګړې او هدف یې دا وو چې له ۷۵ زره افغان ښځو سره د کارونو په موندلو کې مرسته وکړي او هم د ښځینو سوداګرو د پیاوړي کېدو ترڅنګ دوی دې ته وهڅوي په خپله سوداګریزې چارې پیل کړي.
په هغه څیړنیز راپور کې چې سیګار نن خپور کړی د دغې پروژې د یوې مشخصې نتیجې په توګه پر ښو کارونو د ۵۵ افغان مېرمنو د ګومارلو یادونه شوې، خو دا هم ویل شوي چې دا نه ده څرګنده چې دا کار دې د همدې پروګرام له برکته شوی وي.
د سیګار مشر جان سوپکو ویلي، موږ داسې سم معلومات نه دي موندلي چې دغه پروګرام له کومې ښځې سره مرسته کړې وي.
د سیګار په دې نوي راپور کې اندیښنه څرګنده شوې چې له پنځو کلونو راهیسې چې دغه پروژه پیل شوې، د مصرف شوېو ۸۹ میلیونه ډالرو په سلو کې ۱۸ یې د ټیکه دارانو درې امنیتي کمپنیو او له هېواده بهر اداري چارو ته بېلې شوي دي.