د هلمند ولایت د کجکي اوسیدونکي وايي، دې ولسوالۍ ته یو شمېر راغلي ایراني اتباع د بند د ورانولو طرحې جوړوي.
دوی زیاتوي کله د سپکو خو کله کله د درنو وسلو بریدونه هم کېږي. وسلهوال تقریباً هره شپه د کجکي ولسوالۍ سره د تنګي پر امنیتي کمربند بریدونه کوي او افغان ځواکونه يې په درنو او سپکو وسلو ځواب ورکوي.
د کجکي د ټولنیزې شورا وکیلان وايي، د سیمو خلکو ورته ویلي دي چې د کجکي په مربوطاتو کې یو شمېر ایرانیان چې وسلې هم لري، د برښنا د بند په اړه د عامو خلکو څخه پوښتنې کوي او ان د ځان سره ډرون کمرې هم ګرځوي.
د کجکي دولتي مسوولین پهدې اړه څه نه وايي، خو د بند د امنیت لهپاره د پوره چمتوالي خبر ورکوي.
بشپړ راپور یې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي برابر کړی چې د لاندې لېنک پهکېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5