کټوازی: پکتیا کې د ترکمنستان انتقالي برښنا په ۲ پړاوونو کې ویشل کېږي

پکتیا والي شمیم خان کټوازي د وږي په ۲۱مه، په ګردېز ښار کې د برښنا شبکې د لین غځولو چارو څخه د لیدنې پرمهال ازادي راډیو ته ویلي، د افغانستان برښنا شرکت سره د ترسره شوي قرارداد له مخې په‎دې ولایت کې د ترکمنستان هېواد انتقالي برښنا په دوو پړاوونو کې ویشل کېږي:

  • په لومړي پړاو کې د ګردېز ښار ۱۳ زره کورنیو ته.
  • په دوهم پړاو کې د ګردېز ښار د یو شمېر لېرې پرتو سیمو په ګډون د زرمت او احمد ابا ولسوالیو ۱۵ زره کورنیو ته ویشل کېږي.

پکتیا کې د برښنا شرکت ولایتي مسوول ښاغلي انجینر محمد اصف نیازي ازادي راډيو ته وویل، په ګردېز ښار کې د برښنا شبکې د فعالولو چارې ګړندۍ روانې دي او په نېږدې راتلوونکې کې به يې د لومړي پړاو چارې بشپړې شي.

د نیازي په خبره، د پکتیا ولایت په ځدراڼ مېشت ولسوالیو «وزې ځدراڼ، شواک او ګرده څیړۍ» کې د برښنا د سب سټېشن جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړ شوي او د برښنا لېږدوونکې لین غځولو چارې روانې دي.

د نیازي په خبره له یادې پروژې څخه به ۵ زره کورنیو ته برښنا ورکړل شي.

کابو شپږ میاشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د انتقالي برښنا سب سټېشن پرانېسته وکړه، خو د ګردېز ډیری ښاریان لا هم په کورونو کې له انتقالي برښنا بې برخې دي، تولیدي شرکتونه او کارخانې له حرارتي برښنا څخه کار اخلي.

راپور: اصیل ځاځی