د غزني د ولایتي شورا غړي او مدني فغالان وايي، د دغه ولایت له اتلسو څخه اتلس ولسوالۍ یا خو سقوط، یا يې لارې بندې او یا یې هم مرکزونه د غزني ولایت مرکز ته انتقال شوي دي.
دوی وايي، اجرستان، خواخه عمري، ناوه، دهیک، رشیدان، جغتو، زنهخانه، واغظ او خوګیاني ولسوالۍ یو مخ سقوط دي، قرهباغ، اندړ، ګیرو، مقر، اب بند او ګیلان هغه ولسوالۍ دي چې یوازې مرکزونه یې د دولت پهلاس کې دي، خو د دې ترڅنګ جاغوري، مالستان او ناور ولسوالیو ته تللې لارې له سختو امنیتي مشکلاتو سره مخ دي.
د ولایتي شورا غړي عصمت الله جامرادوال ازادي راډیو ته وویل:
"د دغه ولسوالیو سقوط حالت د غزني د سقوط سبب کېدای شي، که دولت یې غم ونه خوري نو ستونزې راولاړولی شي."
د یادې شورا یو بل غړی عبدالباري شلګری وايي:
"د مرکزي دولت نه پاملرنې او بې غورۍ د غزني ولایت ولسوالۍ له سقوط سره مخ کړی چې پایلې بهیې د غزني د سقوط او د افغانستان د ناامني سبب شي."
مدني فغال نیاز محمد ودان هم د غزني په ټولو ولسواليو کې ژوند فلج ګڼي او وايي:
"تعمیري، پراختیايي او د پرمختګ کارونه په ټپه ولاړ دي چې ورسره د خلکو ژوند په ټپه ولاړ دی."
که د ولایتي شورا غړي، ولسي خلک او مدني فعالان د غزني د ټولو ولسوالیو په اړه شکایت لري خو دولتي چارواکې ډاډ ورکوي چې د دغه ستونزې حلول یې په نظر کې نیولي دي.
د غزني والي وحیدالله کلیمزی
د غزني والي وحیدالله کلیمزي پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په پلان کې لرو چې له ځینو کارونو وروسته د ولسوالیو د لارو خلاصول او د مرکزونو بېرته انتقال ترسره کړو."
ښاغلی کلیمزی د سقوط ولسوالیو په اړه غلی پاتې شو.
غزنی د افغانستان له جګړه ځپلو ولایتونو څخه یو دی چې خلک یې ډېری وخت د درنو جګړو شاهدي ورکوي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر