د پلچرخي په زندان کې یوه روغتون او دوه بلاکونه جوړیږې

د کابل د پلچرخي په زندان کې ولسمشر اشرف غني د یوه روغتون او دوو بلاکونو د جوړیدو د بنسټ ډبره کیښوده.

ولسمشر پرون په دې مناسبت په پلچرخي کې جوړې شوې غونډې ته، چې یوشمیر زندانیان هم ورته ناست وو، وویل:

« تاسو ته به د پنځوس بسترو منظم روغتون ودان شي. اداري ودانۍ د دې لپاره ده چې څارنوالان ستاسو د دوسیو د څیړلو لپاره په خپل وخت راشي. دریمه ودانۍ د دې لپاره ده چې تاسو شکایت کړی و او سم شکایت دی چې ځای کم دی»

د زندانیانو لپاره په بلاک کې به دوه سوه شپږ پنځوس کوټې وي چې د درې زره زندانیانو د ځاییدو ظرفیت به لري او اداري بلاک به څلرویشت خوني ولري.