د سرپل ولایت د والي ویاند ازادي راډیو ته وویل چی سرپل ښار ته افغان کومانډو ځواکونه رسیدلي دي .
ذبیح اله اماني پرون ناوخته وویل چې په لنډ وخت کې به عملیات پيل شي:
« ټاکل شوې ده چې ډیر ژر عملیات شروع شي، لاهم د سرپل په ښار کې امنیتي ګواښونه په خپل حال دي او د سرپل ولایت د تیلو څاګان هم تر ستر امنیتي ګواښ لاندې دي»
د سرپل سیمه ییزو چارواکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی وو چې طالبانو له څو لوریو د سرپل پر ښار بریدونه کړې دي او که چیرته نور ځواکونه ورونه رسیږي دا ښار به سقوط وکړي.