د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر پرون یو نوی فرمان صادر کړ. په دې فرمان کې راغلې دي چې هغو بهرنیانو ته به سزا ورکړي چې د امریکا په انتخاباتو کې مداخله کوي.
دا فرمان په داسې وخت کې لاسلیک شوی، چې د ډانالډ ټرمپ پر حکومت انتقاد کیږي چې د امریکا انتخاباتو ته متوجه ګواښونو ته په جدي سترګه نه ګوري.
د متحد ایالتونو د ملي استخباراتو رییس دان کوټس وویل، تر اوسه په انتخاباتو کې د روسیې د جدي مداخلې شاهد نه دی خو روسیې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مداخله کړې وه.
دان کوټس زیاته کړه چې د ولسمشر فرمان یوازې روسیې ته متوجه نه دی، چین، شمالي کوریا او ایران نور احتمالي تهدیدونه دي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وویل، دا نوی فرمان د امریکا بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو ته دا واک ورکوي چې پر سرغړونکو مناسب بندیزونه ولګوي، لکه د هغو د شتمنیو کنګل کول او له سفرونو راګرځول.
د امریکا پوځي او امنیتي چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د نومبر په شپږمه د کانګرس په انتخاباتو کې د بهرنیو د مداخلې ویره شته.