په مرکزي بغلان ولسوالي کې تصفیوي عملیات روان دي

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالي کې د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات روان دي.

افغان ځواکونو د دې عملیاتو پر مهال پرون ادعا وکړه چې په سیمه کې یې د طالبانو یوشمیر مشران وژلي دي.

د شاهین قول اردو د دوهمې لوا ویاند غلام محمد بلخي ازادي راډیو ته وویل:

« د شش کپه، خوابیا او ډنډ په سیمو کې اووه دیرش ترهګر د پلخمري لپاره د طالبانو نومولی ولسوالی مولوي قدیر، قوماندان قاري خالد ، ملا ابراهیم، قاري ظاهر، غازي ملنګ او د ملا جلال ابادي په شمول وژل شوې دي»

د ښاغلي بلخي په وینا د دې عملیاتو پرمهال د طالبانو دولس تنه ټپيان شوې هم دي.

د مرکزي بغلان پر ولسوالي څلور ورځې وروسته تر دې افغان ځواکونو عملیات پیل کړل چې هلته طالبانو شل افغان امنیتي سرتیرې ووژل.