د تاجکستان د چارواکو او بشري فعالانو ترمنځ اخ و ډب شوې ده

د تاجکستان د چارواکو او بشري حقونو د فعالانو ترمنځ په پولنډ کې د یوې غونډې پرمهال د اخ و ډب تازه ویډیو خپره شوې ده.

دا کلنۍ غونډه د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان له لورې جوړه شوې وه. ویډیو په وارسا کې د سې شنبې د ورځې د غونډې د غرمنۍ ډوډۍ پر مهال اخیستل شوې ده.

په ویډیو کې ښکارې چې د دولتي پلاوي یو غړی د حکومت پر سیاسي مخالفانو د سوکانو او لتو وار کوي.

داسې ښکارې چې دا شخړه وروسته تر دې رامنځته شوه چې د بشري حقونو فعالانو د دولتي پلاوي غړي ایام الدین ستاروف ته یوه لوحه ورکوي چې پر هغې لیکل شوي دي، سیاسي زندانیان خوشي کړئ.

په دې وخت کې د مخالفانو یوه غړي غوښتل چې عکس واخلي، خو بل دولتي غړي لوحه پورې وهله. تر دې وروسته اخ وډب رامنځته شو.