نواز شریف او لور یې په موقتي ډول له زندانه خوشې شول

د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شریف، د هغه لور او زوم یې په موقتي ډول له زندانه خوشي شوي دي، څو د شریف د مېرمنې د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

راپورونه وایي، د پاکستان د زندانونو د مقرراتو له مخې دغه کسان نن د دولسو ساعتونو لپاره خوشې شول، خو داسې هم ویل کېږي چې ښایي دغه موده وغځېږي.

بیګم ګلثوم نواز پرون سې شنبه په لندن کې د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوه.

نواز شریف چې درې دورې یې د پاکستان صدراعظم پاته شوی، دا مهال د فساد په تورنو د لس کلن بند موده تېروي.

دده لور مریم نواز په اوه کاله بند محکومه ده.

نواز شریف او کورنۍ یې وایي، پر دوی لګول شوي تورونه او بند یې د سیاسي پاروونو له مخې شوي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د ګلثوم نواز د جنازې مراسم به د سپتمبر پر ۱۴ په لاهور کې تر سره شي.