په هلمند ولایت کې د کجکي په بند کې چې د اوبو اصلي ارتفاعیې ۷۰ متره وي اوسمهال ۴۶ متره ته راښکته شوې ده.
د برښنا د فابریکې مسؤلین وايي، که اوبه ۴۰ متره ته راښکته شي برښنا بندېږي او د لګولو لهپاره هم اوبه نهپاتې کېږي.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي وايي، که وچکالي دغه ډول دوام وکړي د کجکي د اوبو له ادرسه به د هلمند کرنه او برښنا دواړه په ټپه ودرېږي.
الیاس داعي چې په کجکي کې دی وایي، که برښنا شرکت او د اوبو لګولو مسؤلین په همغږۍ یوه توربین ته اوبه ورکړي، هم به نوبتي برښنا وي او هم تر یوه بریده زراعت.
دا چې نورې څه خبرې دي پهدې اړه تفصیل پهدې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5