په ننګرهار کې د سې شنبې په ورځ څلور بریدونه وشول.
تر ټولو خونړی برید د مومند درې ولسوالۍ کې په هغو ولسي اعتراض کوونکو وشو چې د سیمهییزو پولیسو د یو قوماندان د لیرې کېدو غوښتنهیې کوله.
په جلالاباد ښار او بهسودو ولسوالۍ کې بیا درې چاودنې د نجونو دوو ښونځیو ته نږدې وشوې.
ننګرهار په تېرو څو میاشتو کې د دا ډول پرلهپسې خونړیو بریدونو شاهد دی.
ولې د دا ډول بریدونه مخه نهنیول کېږي؟
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ډاکتر ناصر کامهوال وايي، څو چې په ولسوالیو کې د داعش طالبانو او نورو حکومت ضد ډلو پر ضد قاطع عملیات ونهشي، په دې ولایت کې د دا ډول پېښو مخه نهشي نیول کېدای.
د ازادي راډیو خبریال اجمل اند له ناصر کامهوال سره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
له ناصر کامه وال سره مرکه