افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، سږ کال محرم په داسې فضا کې لمانځل کېږي چې د افغانستان امنیتي وضعیت تغییر کړی.
د نوموړي په وینا په تېر کې جنګ تحمیل شوی و او اوس د افغانستان د خلکو د ملي یووالي پر ضد جنګ دی.
د ارګ په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د اهل تشیع عالمانو سره په لیدنه کې کړې دي او هغوی تهیې ویلي چې د محرم د مراسمو لپارهیې لومړی درجه امنیتي تدابیر نیولي دي.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه د ولسمشر اشرف غني له خولې وايي، د دې تر څنګ چې د عاشور امنیت د پولیسو دنده ده، د ملي امنیت لومړیتوب هم ګڼل کېږي او د مراسمو د هرې برخې د امنیت ټینګښت، زموږ له لومړیتوبونو څخه دی.
ولسمشر غني شیعه دیني عالماتو ته په څرګندونو کې ویلي، کابل په څلورو امنیتي زونونو بدل شوی او د کابل لوېدیځ هم په امنیتي زون بدلېږي.
ولسمشر غني دا ډاډ په داسې حال کې ورکوي چې تر دې مخکې د کابل لوېدیځ کې د شیعهګانو پر مذهبي مراسمو او نورو ولسي اهدافو پرلهپسې ترورېستي بریدونه شوي دي.
په دې لړ کې وروستي بریدونه په دشت برچي کې د میوند پر ورزشي کلب او ورسره نږدې وشول چې ورزشکاران، نندارچیان او خبریالانیې قربانیان وو.
د داعش ډلې د دې بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی و.
ټاکل شوې ده چې په کابل کې د وږې په ۲۹مه نېټه د عاشورا مذهبي مراسم ترسره شي چې لا دمخهیې د امنیت په اړه اندېښنې موجودې دي.