د اسلامي همکارۍ سازمان رئیس: باید افغانستان سولې او ثبات ته ورسېږي

د اسلامي همکارۍ سازمان رئیس، د هغه څه ستاینه کړې چې نوموړی یې د سولې لپاره د افغان حکومت ابتکار بولي.

یوسف بن احمد العُثیمین، د سې شنبې په ورځ په جده کې د دې سازمان له غونډې وروسته، په یو بیان کې وویل، باید افغانستان سولې او ثبات ته ورسېږي او د دې هېواد د ټولو لورو ترمنځ باید خبرې اترې وشي.

تمه کېږي چې د اسلامي همکارۍ سازمان به د افغانستان د سولې او امنیت لپاره "د دیني عالمانو د نړیوال کنفرانس" په سپارښتنه یو پرېکړه‌لیک صادر کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې غونډې هرکلی کړی او ویلي یې دي، د جدې د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې روانه جګړه وغندله او د سولې د پروسې پر دوام‌یې ټینګار وکړ.

د اسلامي همکارۍ سازمان مشر، پرون په خپله بیانیه کې د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د خبرو مېز ته سره کېني او په دې هېواد کې روان کړکېچ پای ته ورسوي.