حکمتیار: سیاسي احزاب به په ټول توان د تقلبي انتخاباتو پر وړاندې ودرېږي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، سیاسي احزاب به په ټول توان د تقلبي انتخاباتو پر وړاندې ودرېږي.

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو ترسره کېدو ته ۳۹ ورځې پاتې دي، خو سیاسي احزاب خبرداری ورکوي چې هېڅ‌څوک نه‌شي کولای چې تقلبي انتخابات ترسره کړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په حکومت کې ځینې کړۍ شته چې غواړي له سیاسي ګوندونو سره د تفاهم پر ځای، د تقابل لاره غوره کړي، خو په خبره‌یې چې دا د هېڅ‌چا په ګټه نه‌ده.

ښاغلي حکمتیار د سې شنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې په میلیونونو سټیکرونه په جعلي تذکرو نصب شوي چې دا په خپله په لاسي تقلب ته لاره هوارول دي.

دی وایي:

"تعجب کوم چې کمېسیون وايي چې یو جعلي سټیکر نه‌دی چاپ شوی، هو سټیکر جعل شوی نه‌دی، خو پرېمانه له حسابه وتلي سټیکرې په جعلي تذکرو لګول شوي دي او دا لکونه نه‌دي، بلکې په میلیونونو دي، خو هېڅ‌څوک نه‌شي کولای چې تقلبي انتخابات ترسره کړي."

د ښاغلي حکمتیار په خبره که څه هم ولسمشر له سیاسي احزابو سره منلې چې د رأی ورکونې پروسه د بایو مټریک سیستم له لارې وشي، خو دوی باوري نه‌دي.

نوموړی وايي، ټول سیاسي احزاب په خپل دریځ کلک ولاړ دي او حکومت مجبور دی چې د خلکو او ګوندونو غوښتنې ومني.

که څه هم تر دې وړاندې سیاسي ګوندونو د بایو مټریک سیستم څخه د استفادې سربېره ځیني نور وړاندیزونه حکومت ته کړي وو، خو اوس ګلبدین حکمتیار وايي له نورو وړاندیزونو تېر دي، خو بایو مټریک سیستم څخه پرته انتخابات نه‌شي کېدای.

ګلبدین حکمتیار د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د نه‌کولو له کبله هم په حکومت جدي انتقادونه وکړل.

له دې ټولو سره سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د وخت کمښت ته په پام سره وايي چې په انتخاباتو کې د بایو مټریک ټکنالوژۍ استفاده هېڅ امکان نه‌لري.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات وايي، که رښتیا هم سیاسي احزاب د انتخاباتو شفافیت غواړي، له بایو مټریک پرته نورې لارې چارې هم شته.

نوموړي وویل:

"په دومره کمه موده کې په انتخاباتو کې له بایو مټریک ټکنالوژۍ څخه استفاده هېڅ امکان نه‌لري، زموږ تخنیکي ټیم هڅه وکړه چې د دې مسئلې په اړه سیاسي احزابو ته قناعت ورکړي، که چېرته هدف شفافیت وي، دوی باید خپل نظارت قوي او که غواړي د دغې ملي پروسې پر وړاندې خنډ جوړ کړي، دا بیا نه د ولس او نه هم د سیاسي احزابو په ګټه تمامېدای شي."

په ورته وخت کې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه بیا اندېښنه ښيي چې که د حکومت او سیاسي ګوندونو ترمنځ لانجې همداسې روانې وي او دواړه خواوې تفاهم ته ونه‌رسېږي، د داسې انتخاباتو ترسره کېدل چې ټول منلي وي، ممکن نه‌دي.

راپور: محمد حدیث پردېس