د روسیې، چين او منګوليا زرګونه ځواکونو نظامي تمرينونه پيل کړي

روسیې د ګاونډيو چين او منګوليا د سرتېرو په ګډون، زرګونه ځواکونو تر ټولو پراخ نظامي تمرينونه پيل کړي.

د روسیې دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د سپټمبر له ۱۱مې تر ۱۷مې پورې کېدونکي دا تمرینونه استوک-۲۰۱۸ بلل شوي او له ۱۹۸۱ میلادي کال راهيسې لومړني دومره لوی تمرينونه دي.

ناټو دغه تمرينونه غندلي او دا یې د پراخې جګړې لپاره د تياري په معنی بللي دي.

د روسیې دفاع وزير ويلي چې په استوک-۲۰۱۸ نظامي تمرينونو کې درې زره سرتېري، ۳۶ زره نظامي وسايط او زر الوتکې او ۸۰ بېړۍ ګډون کوي.

دا تمرينونه په داسې حال کې کېږي چې د مسکو او لوېديځ ترمنځ د لوېديځو هېوادونو په چارو کې د روسیې د لاسوهنې او همداراز په اوکراين او سوریه کې د جګړې په خاطر وضعيت ترینګلی شوی دی.