نن په نیويارک او واشنګټن ډي سي کې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د يوولسمې د حملو اوولسم کال پوره شو.
امریکايان په دې مناسبت په نيويارک کې د ورلډ ټرېډ سنټر پر ځای او په واشنګټن ډي سي کې په پنټاګون کې د حملې د ورځې په ياد مراسم جوړوي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ده مېرمن ميلانيا ټرمپ به پنسوالنیا ايالت ته هم سفر وکړي چېرته چې څلورمه الوتکه وروسته له هغه غورځېدلې وه چې مسافرو له برمته نيوونکو څخه د الوتکې د کنټرول تر لاسه کولو هڅې کولې.
د سپټمبر په یوولسمه نېټه شااوخوا درې زره کسان مړه شول.
ډېری یې هغه مهال مړه شول چې د ورلډ ټرېډ سنټر غبرګې ودانۍ ونړېدې.
په همدې حال کې ۳۸ زره کسان د سږو او په نورو ناروغيو اخته شول.