د سوریې د ادلب په اړه د ترکیې د ولسمشر خبرداری!

د ترکیې ولسمشر خبرداری ورکړی چې که د سوریې په ادلب ولایت کې د وسله‌والو مخالفینو پر ضد د دولتي ځواکونو حملې دوام وکړي، نو د یوې بشري فاجعې خطر شته.

رجب طیب اردوغان دا څرګندونې د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې په خپاره شوي مطلب کې کړي او دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او سوریې جنګي الوتکو په ادلب کې د پراخو پوځي عملیاتو د تیاري په ترڅ کې هوايي حملې بیا پیل کړي.

اردوغان په دې مطلب کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید په ادلب کې یو اقدام وکړي، کنه تاوان به‌یې ټوله نړۍ پرې کړي.

اردوغان دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې تېره اوونۍ یې په تهران کې د ایران او روسیې له ولسمشرانو سره وکتل.

له دې مخکې د ترکیې دفاع وزیر هم ویلي وو چې په ادلب ولایت کې ځمکنۍ او هوايي حملې باید سمدستي بندې شي او د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه کې دې اوربند ټینګ شي.

مسکو او تهران د سوریې په اووه نیم کلنه جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد او ترکیې د حکومت د وسله‌والو مخالفینو ملاتړ کوي او د سوریې په شمال کې پوځي حضور لري.