ترکیه وايي، د سوریې په ادلب کې باید سمدستي ځمکني او هوايي بریدونه پای ته ورسېږي او د یاغیانو تر ولکې لاندې دې سیمه کې دې اوربند عملي شي.
دا خبره د ترکیې دولتي ټلوېزیون د دې هېواد د دفاع د وزیر له خولې کړې ده.
د ترکیې (این ټي وي) د هولوسي اکار له خولې د دوشنبې په ورځ دا خبره وروسته له هغې وکړه چې روسیې او ایران په ادلب کې چې په سوریه کې د حکومت د مخالفو وسلهوالو وروستی پوخ مورچل بلل کېږي، د ترکیې لهخوا د اوربند غوښتنه رد کړه.
د روسیې او سوریې جنګي الوتکو تېره اوونۍ د سوریې په شمال لوېدیځ کې بمبارۍ له سره پیل کړې.
له بلې خوا د سوریې حکومتي ځواکونه چمتووالی نیسي چې د حکومت له مخالفو وسلهوالو څخه د ادلب د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي.
په عین حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي له هغې وخته چې بمبارۍ پیل شوي تر ۳۰ زره زیات کسان له خپلو کورونو تښتېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر مشر مارک لاکوک د دوشنبې په ورځ وویل:
"زموږ مهم پیغام دا دی چې د دې ستونزې د هواري لپاره باید یو څه وشي، څو په راتلونکو څو میاشتو کې ادلب د ستر بشري ناورین سره مخ نهشي او د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو زیات بشري تلفات رامنځته نهشي."