په روسیه کې تر زرو زیات مظاهره کوونکي ونیول شول

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د روسیې پولیسو د هغو لسګونه تنکیو ځوانانو په نیولو چې د تقاعد د عمر د لوړولو په اړه‌یې د حکومت د پلان پر ضد سوله‌ییز اعتراض کې برخه لرله وښوده چې تر ټولو په ټیټه سطحه چلند کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان په دې اړه د دوشنبې په ورځ یوه ورځ وروسته له هغې اعلامیه خپره کړه چې په ټوله روسیه کې د کرملېن خلاف د مظاهرو په ترڅ کې تر زرو زیات کسان د پولیسو له‌خوا ونیول شول.

دا مظاهرې په روسیه کې د سیمه‌ییزو او ځايي انتخاباتو سره په یو وخت ترسره کېږي.

د دې لاریونونو په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې پولیس د راټولو شویو کسانو د خورولو لپاره وخت ناوخت له زوره کار اخلي، اعتراض کوونکي په ډنډو وهي او هغوی راکاږي.

په ځانګړې توګه هغه تصویرونه د روسیې د ټولنیزې میډیا د کاروونکو ترمنځ لاس په لاس کېږي چې په‌کې پولیس له تنکیو ځوانانو سره ناوړه چلند کوي.

په روسیه کې د ژورنالېستانو او د رسنیو د کارکوونکو خپلواکه ټولنه وايي، په نیول شویو کسانو کې ۱۴ ژورنالېستان هم شامل دي چې ۳ تنه‌یې وهل شوي ډبول شوي دي.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف د پولیسو د اقداماتو دفاع کړې او ویلي یې دي، پولیس له قانون سره مطابق چلند کړی.