کټوازی: ډېر ژر به په پکتیا کې د مخابراتي شبکو د بندېدو ستونزه حل شي

د پکتیا چارواکي وایي چې ډېر ژر به په پکتیا کې د شپې له‌خوا د مخابراتي شبکو د بندېدو ستونزه حل شي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي ازادي راډيو ته وویل، دوی داسې اطلاع ترلاسه کړې چې نه‌یوازې په پکتیا کې، بلکې په ګڼو ولایتونو کې د دولت وسله‌والو مخالفینو د مخابراتي شبکو مسؤلین ګواښي او ورته وایي چې د شپې له‌خوا مخابراتي فعالیتونه ودروي.

کټوازی وایي، د مخابراتي شبکو له مسؤلینو سره‌یې خبرې کړي او د شبکو د خوندیتوب لپاره د زیاتو ساتونکو په ګمارلو سره یاده ستونزه د هواري په حال کې ده.

په پکتیا کې د مخابراتي شبکو پر فعالیت د شپې له‌خوا بندیز لګول وروسته له هغې پیل شول چې د دې ولایت په یو شمېر سیمو کې د شپې له‌خوا افغان ځواکونو د وسله‌والو مخالفینو پر ضد عملیات زیات کړل.

د چارواکو په خبره، د دولت وسله‌وال مخالفین د شپې له‌خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیت ځکه بندیز لګوي چې امنیتي ځواکونه‌یې د ولس په مرسته د ځای ځایګي په اړوند معلومات ترلاسه نه‌کړي.