د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی په حکومت کې دننه د اپوزېسیون په توګه د ځینو څېرو صف بندي د حکومت د کمزورتیا د هڅو په معنی بولي او وايي چې دا کار په حکومت د خلکو د باور په زیان دی.
د حکومت هغه لوړپوړي غړي چې د اپوزېسیون په توګه د حکومت په وړاندې درېږي، زیات انتقادونهیې راپارولي دي.
د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، حکومت هغه کمزورتیا چې لري یې، نهدی توانېدلی چې هغه غړي صف بندي او مخنیوی یې وکړي چې د اپوزېسیون په توګه د حکومت په وړاندې عمل کوي.
د دغې جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۹» ازادي راډیو ته وویل، دا ډول کسان د دې پر ځای چې د نظام د ښهوالي لپاره کار وکړي، د حکومت په وړاندې ستونزې او له بیتالماله په ناوړه ګټې اخیستنې د شخصي ګټور لپاره کار کوي.
اصف صدیقي
دی وایي:
"ځیني کسان چې باید د ملت د ګټو لپارهیې کار کړی وی، له بده مرغه د بیتالمال له امکاناتو په استفادې، د شخصي ګټو لپاره کار کوي، هغه څوک چې په نظام کې کار کوي، له قانون سره سم مکلف دي چې د نظام ملاتړ وکړي، څوک چې انتقاد لري، خپله خبرهیې ده، خو باید استعفا ورکړي، رسمي اپوزېسیون دې جوړ کړي، څو له خپل موقفه ناوړه استفاده ونهکړي او حکومت په دې برخه کې ناتوانه دی."
یو شمېر سیاسي څېرې او ځیني سیاسي ګوندونه چې د ملي وحدت حکومت په تشکيل کې د ولسمشر او اجرائیه رئیس ملاتړي وو، د وخت په تېرېدو د حکومت په منتقدینو بدل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني، د جمهور رئیس لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم او د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال محمد محقق د حکومت هغه لوړپوړي چارواکي دي چې په تېرو میاشتو کې یې د حکومت په کاري پروګرامونو زیات انتقادونه کړي او د خپلو ګوندونو تر څنګیې، د افغانستان لوی ملي ائتلاف هم جوړ کړی دی.
له دې سره په خوا کې یو شمېر نورې سیاسي څېرې چې پخوا د حکومت ملاتړي وو، له برطرفۍ وروستهيې ائتلافونه جوړ کړل او د حکومت په وړاندې ودرېدل.
په دې اړه مو د حکومت له ویاندویانو سره اړیکې ټینګې کړې، خو ځوابیې رانهکړ.
خو د افغانستان د لوی ملي ائتلاف ویاند محمد ناطقي چې په حکومت کې غړیتوب هم لري، وايي چې دوی د حکومت په وړاندې اپوزېسیون نهدي او هدفیې د افغانستان د نظام اصلاح ده.
نوموړي وویل:
"ګوندونه او ائتلافونه حق لري چې په انتخاباتو او نورو مسئلو کې انتقاد وکړي او باید چې انتقاد وکړي چې دا د حکومت د مخالفت په معنی نهدی، هر څوک د انتقاد او اعتراض حق لري، څه په حکومت کې دننه او څه له حکومته بهر."
بلخوا د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په ټیم کې دننه اپوزېسیون نهشي کولای چې د خلکو له ګټو دفاع وکړي، ځکه چې اپوزېسیون باید خپلواک وي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد جعفر کوهستاني په اپوزېسیون کې شته څېرې له قانونه لوړې بولي او وايي:
"اپوزېسیون یوه مثبته او هیله بخښونکې اصطلاح ده، خو په افغانستان کې سرچپه معنی لري، له بده مرغه که د قانون حاکمیت وی او که سالمه قضائیه قوه مو درلودی چې اوسیې نهلرو، دا ډول کسان به محاکمه کېدل، دا د سیاسي نظام په ګټه نهده، دوی باید خپل ځایونه مشخص کړي چې ایا په حکومت کې دي او که په اپوزېسیون کې، که چېرې په اپوزېسیون کې وي، شرافت مندانه دې استعفا وکړي، له هغې وروسته بهیې خبرې د خلکو په منځ کې د باور وړ وي."
کارپوهان وايي، هغه کسان چې د حکومت په لوړو پوسټونو کې کار کوي، د قانون له مخې نهشي کولای چې د حکومت پر ضد اپوزېسیون جوړ کړي، دا کار د حکومت د کمزورتیا او پر نظام د خلکو باور ته زیان رسوي.
ښاغلی کوهستاني زیاتوي، که چېرې دغه ګوندونه او سیاسي څېرې په رښتیا هم د ولس د ګټو لپاره کار کوي، لومړی دې خپل موقف ته په کتو د نظام د بهبود لپاره کار وکړي او که هڅه کوي چې په انتقادو سره دې حکومت ستونزو ته متوجې کړي، لومړی باید له خپل موقفه استعفا وکړي.
راپور: رحمتالله افغان