د کندز چارواکي: د دشت ارچي په جګړه کې ١٥ پوځيان وژل شوي

د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ سیمه‌ییز چارواکي وايي، په جګړه کې ١٥ پوځيان وژل شوي دي.

د دې ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، چې تېره شپه ۱۲ بجې وسله‌والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ د مرکز اړوند په کندز بندر سيمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوسته بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د عامه نظم او د سیمه‌ییزو پولیسو ۱۵ پوځيان وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرچينې په وینا چې سیمه ته د کمکي ځواکونو په رسېدو سره وسله‌وال طالبان له سیمې په شا وتمبول شول.

سرچینې زیاته کړه چې په دغې جګړه کې وسله‌والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې نه‌دی معلوم.

ذبيح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو وياند معرفي کوي په يوه اېمېل کې ادعا کړې چې په دشت ارچي کې يې د عامه نظم کنډک نيولى او ٤٦ افغان پوځيان‌يې وژلي دي.