د فرانسې پوليس وايي، يو تن چې ګومان کېږي افغان به وي، وروسته له هغې ونيول شو چې په پاريس کې يې د چړې په ذريعه ۷ کسان ټپيان کړل.
قضايي سرچينو خبري اژانسونو او محلي رسنيو ته دغه راپور ورکړى دى.
د پوليسو چارواکي د حملې خبر تأييدوي، خو د مشکوک سړي په اړهيې معلومات نهدي وړاندې کړي.
دوى وايي، ګومان نهکوي چې دا حمله دې له ټرورېزم سره کوم ارتباط ولري.
ځينو سرچينو چې د دې پېښې جزئيات څاري نن رسنيو ته ويلي چې دغه حمله تېره شپه يوې سينما ته نږدې شوې وه.
د سرچينو په حواله، په ټپيانو کې د څلورو کسانو ټپونه شديد دي.