د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار یو شمېر هټۍوال وايي، د مخابراتي شبکو تړل کېدو يې کاروبار ټکنی کړی او لاس تر زنې ناست دي.
دغلته یوازې هټۍوال د مخابراتي شبکو تړل کېدو له ستونزو سره نهدي مخ کړي، بلکې عام خلکيې هم تر پوزې راوستي او له ستونزو سرهيې مخ کړي دي.
غوښتنې دا دي چې په دغه ولایت کې دې مخابراتي شبکو ته د فعالیت اجازه ورکړل شي، څو خلک له یادې ستونزې خلاص شي.
د ارزګان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسؤلینيې لامل ناامني یادوي او وايي چې وسلهوالو طالبانو يې مخه نیولې ده.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:
Your browser doesn’t support HTML5