د سولې ولسي حرکت وايي چې د دوی یو ملګری عبدالمالک همدرد په ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی دی.
د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست ازادي راډیو ته وویل، همدرد نن یکشنبه سهار لس بجې د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ په مرکز کې په موټر ووهل شو چې لاس، سر او ملا یې ټپي شوي دي.
وطندوست وایي چې دا کار عمدي و او زیاتوي:
"همدرد په یوه کرولا ډوله موټر ووهل شو، موټر وتښتېد او پېښې قصدي بڼه درلوده، ځکه که سهوً وای، هغوی باید درېدلي وای، خو موټر وتښتېد او بیا موږ پولیسو ته اطلاع ورکړه."
د سولې د ولسي حرکت ویاند وايي چې همدرد اوسمهال د بلخ په حوزوي روغتون کې بستر او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
د بلخ د پولیسو ویاند شیرجان درانی وايي چې پېښه عمدي نه ده او ځکه یې دوی په اړه څېړنې نه دي پیل کړي.