دفاع وزارت: په مرکزي بغلان او دایمیرداد کې هوایي عملیات شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بغلان ولایت په مرکزي بغلان او د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد ولسوالیو کې د مخالفینو پر ضد هوایي عملیات شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډیو ته ومنله چې په مرکزي بغلان کې سرتېرو ته مرګ‎ژوبله اوښتې، خو وضعیت بېرته تر کنټرول لاندې راغلی.

دی وايي:

"د بغلان ولایت په مرکزي بغلان سیمه کې ترورېستانو زموږ په یو شمېر پوستو بریدونه کړي وو چې په پایله کې یې زموږ یوه پوسته تخلیه شوې وه. هلته موږ مرګ‎ژوبله لرو چې زموږ د ملي اردو اته تنه ټپیان دي او پنځه تنه شهیدان شوي دي، خو سیمې ته هوايي ځواکونه د مرستې لپاره رسېدلي او ځمکني ځواکونه هم شته. وضعیت هلته اوس زموږ په کنټرول کې دی."

ښاغلي جاوید دا هم وویل چې د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد کې هم افغان هوايي ځواکونو بریدونه کړي او مخالفین‌یې په شا کړي دي.

وسله‎والو مخالفینو په بغلان او میدان وردګو ولایتونو کې د افغان پوځیانو پر پوستو باندې د شنبې په ماښام بریدونه پیل کړي وو.