د هلمند د لښکرګاه څخه ۱۷۰ کېلو متره لیرې په شمال کې کجکی دی، چېرې چې د ولسوالۍ مرکز څه کم څلور کاله کېږي محاصره دی.
د کجکي تنګي ته چې د اوبو د بند او د برښنا د تولید د فابریکې په خاطر یوه ډېره مهمه سیمه ده، یوازنۍ لار هوا ده چې په اوونۍ کې څو ځله د ملي اردو د هلیکوپټرو د لارې مېشتو عسکرو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي رسېږي.
د کجکي د تنګي اوسېدونکي وايي، د خوندورو خوړو او تازه مېوو ارمان لري.
د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د کجکي د محاصره شویو کورنیو د غړو سره خبرې کړې دي.
دوی وايي، پنځه کاله کېږي په نس نهدي ماړه شوي، خوندور خواړه او مروجې مېوې يې نهدي خوړلي.
د ازادي راډیو خبریال چې د ملي اردو سره د هوا له لارې کجکي ته تللی دی وايي، برښنا پرېمانه ده، خو د کارولو لهپاره يې هلته محاصره شوې کورنۍ وسایل او ان ټلوېزیون نهلري.
بشپړ راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5