د میدان وردګ ولایت امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي خبر ورکوي چې په دایمیرداد ولسوالۍ کې یې طالبانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی او وسلهوال طالبانيې په شا تمبولي دي.
دوی زیاتوي چې هلته اوس وضعيت عادي دی.
د ولایتي شورا مسؤلین بیا وايي چې ولسوالۍ اوس هم د طالبانو تر محاصرې لاندې ده او وايي چې هلته هېڅ اضافي سرتېري نهدي رسېدلي او په خبرهيې، که هلته اضافي سرتېري ورونهرسېږي، ولسوالۍ سقوط کوي.
د ولایتي شورا غړي زیاتوي چې هلته په روانه جګړه کې شااوخوا ۴۰ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د میدان وردګ راپور