د کورنیو چارو وزارت وايي، لسګونه غیر مسؤل وسله وال یې نیولي

Afghanistan-- 8th anniversary of the death of late commander Ahmad Shah Masood observed in Kabul, 09Sep2009

د کورنیو چارو وزارت په کابل کې ښار کې د لسګونو غیر مسؤلو وسله والو کسانو د نیولو خبر ورکوي.

دا کسان د وږي- سنبلې په اتلسمه د پخوانۍ نظار شورا ډلې د مشر احمدشاه مسعود د تلین په مناسبت چې د شهید د اوونۍ په نوم لمانځل کېږي د موټرو له کاروانونو، وسلو او د مجاهدینو د واکمنۍ د مهال له بیرغونو سره د نورو کلونو په شان نن بیاهم د ښار واټونو ته راوتلي و.

ښاغلي رحیمي وویل چې د دې کسانو په هوايي ډزو کې د کابل ښار ۱۳ اوسېدونکي ټپیان شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې په هغه انتحاري حمله کې چې د کابل ښار په تایمني سیمه کې د دې غیرمسؤلو وسله والو پر کاروان وشوه، ۷ تنه مړه او شل تنه نور ټپیان شوي دي.

د مسعود د تلین په مناسبت نن د جمعیت د پلویانو او چارواکو په ګډون په کابل کې یوه لویه غونډه هم جوړه شوې وه.