د روسیې خلک په ساحوي او سیمه‎ییزو انتخاباتو کې رأی ورکوي

د روسیې خلک نن په داسې حال کې په ساحوي او سیمه‎ییزو انتخاباتو کې رأی ورکوي چې د تقاعد د لازمې عمر د لوړولو لپاره د حکومت پلان خلک ناراضه کړي دي.

د پلازمېنې مسکو په ګډون د روسیې له ۸۵ څخه د ۲۱ اداري واحدونو د مشرانو د غوره کولو لپاره د رأی ورکولو مرکزونه نن سهار پرانېستل شول.

د څو نظرپوښتنو له مخې په سلو کې نېژدې ۹۰ خلکو د ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې نوښت سره مخالفت کړی دی.

د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني د ټول هېواد په کچه د تقاعد په قانون کې د اصلاحاتو له طرحې سره مخالفت کړی دی.