کوزوو کې له سلو زیاتو اعتراض کوونکو د یوه کلي لاره بنده کړه

په کوزوو کې نن یکشنبه له سلو زیاتو اعتراض کوونکو هغه کلي ته ورغلې لاره بنده کړه چې د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ غوښتل نن د ورځې په دوام کې د هغه لیدو ته ورشي.

اعتراض کوونکو د پلازمېنې میتروویڅا او بانیې «Banje» کلي ترمنځ لوی سړک د موټرو په وسیله بند کړ. دوی په خپلو شعارونو کې لیکلي وو، هغوی چې بې‎ګناه ملکي وګړي یې په ډله‎ییز ډول وژلي، له دې لارې د تېریدو اجازه نه‎لري.

سربیا پر کوزوو ولکه په ۱۹۹۹ میلادي کال کې وروسته له هغه له لاسه ورکړه چې ناټو د سرب ځواکونو له‎خوا د البانیایانو د وژنو او په جبر د هغو د ایستلو د مخنیوي لپاره د وسله‎والو د ځپلو د دوه کلن ماموریت پرمهال هوايي حملې وکړې.

کوزوو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې خپله خپلواکي اعلان کړه او له سربیا پرته څه باندې سلو هېوادونو په رسمیت وپېژنده.

ووچیچ پرون د دوه ورځني سفر لپاره کوزوو ته ورسېد په‎داسې حال کې چې نوموړي د کوزوو له ولسمشر هاشم تاچي سره خپله لیدنه یوه ورځ مخکې له دې لغوه کړې وه.

د دې لیدنې لغوه کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکې د تبادلې د هغې احتمالي معاملې په اړه شکونه رامنځته کړل چې اوازې یې تېره میاشت هم په بلګراد او هم په پریستینا کې خپرې شوې.